د امریکا د متحدو ایالاتونو حکومت، افغانستان کې د یوې امریکایۍ خیریه کارکوونکې د موندنې پرسر د څه باندې ۵ میلیونو ډالرو انعام اعلان کړ.
دا اعلان کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې چې پرون سه شنبې د غوايي ۲۸ مه خپره شوې کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، د سیډني مایزل په نوم دغه بشرپاله کارکوونکې په ۲۰۰۸میلادي کال په کندهار کې له خپل موټر چلوونکي محمد هادي سره لادرکه شوه.
اعلامیه کې ویل شوي، مایزل چې په پښتو یې هم خبرې کولی شوې، درې کاله په دغه ولایت کې تېر کړي وو چې په کندهار پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې ښوونکې هم وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/22379